خبرسیمه

آذربایجان دوه افغان اتباع نیولي دي

د دید خبري اژانس: د آذربایجان سرحدي ساتونکو اعلان وکړ چې دوه افغان اتباع په غیرقانوني ډول د ایران له پولې څخه هیواد ته د تیریدو په هڅه کې نیول شوي دي.

د آذربایجان جمهوریت د سرحدي خدماتو مطبوعاتي مرکز وویل چې دا دوه کسان د لنکران سرحدي واحد تر پوښښ لاندې سیمه کې د سرحدي ځواکونو د عملیاتي اقداماتو په جریان کې نیول شوي دي.

د ادارې په وینا، د پیښې په اړه تحقیقات او پلټنې لاهم روانې دي.
آذربایجان مخکې څو افغان اتباع د غیرقانوني پولې څخه د تیریدو په تور نیولي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button