خبرسیمهنړۍ

د ایران سره جګړې یوه اروپایي هوایی شرکت له افلاس سره مخ کړ

د دید خبري اژانس: د نورس اتلانتیک ټیټ لګښت لرونکي هوایی شرکت اعلان وکړ چې په ناروې کې به د خپل اصلي عملیاتي واحد د افلاس غوښتنه وکړي او د ایران د جګړې په پایله کې د تیلو په لګښتونو کې د چټک زیاتوالي له امله به ټولې الوتنې وځنډوي.

شرکت د ټکټونو پلور هم بند کړی او له مسافرینو یې غوښتي چې هوایی ډګرونو ته لاړ نشي.

نورس اتلانتیک دوهم اروپایی هوایی شرکت دی چې سږکال د تیلو د بیو د لوړیدو له پایلو وروسته د افلاس پروسې ته ننوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button