افغانستانخبر

مجاهد له افغان کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه دین ته وقف کړي

د دید خبري اژانس: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له افغان کورنیو غوښتي چې لږ تر لږه خپل یو اولاد دیني مدرسو ته واستوي او دیني زده کړو ته دې وقف کړي. دغه غوښتنه په شل کلنه جګړه کې د دیني مدرسو پر رول د دغې ډلې د چارواکو له پرله پسې ټینګار سره سره، د افغانستان د راتلونکي نسل د ایډیالوژیک تمایل په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

مجاهد په پکتيا ولايت کې د قران کريم د حفظ په مراسمو کې وويل چې ديني مدرسو ته د ماشومانو لیږل “يو تجارت دی چې هيڅ تاوان پکې نشته” او زياته يې کړه: “زما هيله دا ده چې مسلمان وروڼه په خپلو کورنيو کې يو ماشوم حتما دیني ښوونځي ته وقف کړي.”

هغه ادعا وکړه چې دیني زده کړې په کورنیو کې د “فساد او فتنې” مخه نیسي او د دوی د سمون لامل کیږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې یو شمیر طالب چارواکو په شل کلنه جګړه کې د دې ډلې په بریا کې د دیني مدرسو رول مهم بللی دی.

د پنجشیر ولايت د طالبانو والي محمد اغا حکيم د سنبلې په اتلسمه نېټه د ديني مدرسو د زده کوونکو په منځ کې په جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دغو ښوونځيو د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې مهم رول لوبولى او طالبان د خپلو فعاليتونو او مبارزو په پايله کې وتوانیدل چې پر افغانستان واکمن شي. هغه هم د دغو ښوونځيو زده کوونکي د شل کلنې جګړې اصلي قربانيان وبلل.

د طالبانو پر وړاندې د ملي دفاع وزارت د حکمونو د څارنې عمومي رئیس امیر محمد هلال هم د میزان په څلورمه د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د دغې ډلې د وژل شویو جنګیالیو د یاد په مراسمو کې وویل چې په دیني مدرسو کې د وژل شویو جنګیالیو د اولادونو زده کړه به په راتلونکي جګړه کې د هغوی د پلرونو له خوا پاتې شوې تشه ډکه کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې، په هیواد کې د دیني مدرسو جوړول او پراخول زیات شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۲۰۳۷۲ دیني مدرسې شته چې دوه میلیونه ۴۵۶۱۳۲ زده کوونکي په دغو مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي. خو کتونکي په دې باور دي چې د دغو ښوونځيو اصلي شمیر د رسمي شمیرو په پرتله لوړ دی.

په تیرو جګړو کې د دیني مدارسو په رول او د راتلونکو جګړو لپاره د جنګیالیو د ماشومانو په روزلو باندې د طالب چارواکو پرله پسې ټینګار دا انګیرنه پیاوړې کوي چې طالبان د اجرایوي منابعو د تسلط له لارې له برابرو شویو اسانتیاوو په استفادې غواړي د افغانستان راتلونکي نسل ته له افراطي افکارو او تکفیري تکفیریانو سره روزنه ورکړي. هغه څه چې د داعش پر وړاندې جګړه بې ګټې کوي او افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره د لوړ امنیتي ګواښ په لرلو سره د ترهګرۍ په اصلي مرکز بدلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button