د دید خبري اژانس: د تایلینډ په بنکاک کې د تیلو په فابریکه کې د یوې لویې چاودنې وروسته لږ تر لږه اووه کسان ټپیان شوي، چې څلور یې جدي حالت لري.

د فرانس پرس په وینا، چاودنه د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۵مه، د بنګچاک د تیلو په ډیپو کې وشوه، او شدت یې دومره لوړ و چې دروازې یې د پیښې له ځای څخه څو کیلومتره لرې ولړزولې.
له چاودنې وروسته، د پیښې له ځای څخه اورونه او تور لوګی پورته شو.
د بانگنا ولسوالۍ دفتر د سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتي چې سمدلاسه له سیمې ووځي ترڅو خپل ژوند وژغوري.
پولیسو دا هم اعلان کړی چې د پیښې ځای ته نږدې د ښوونځیو زده کونکي ایستل شوي او له اوسیدونکو څخه هم غوښتل شوي چې له سیمې ووځي.
د بیړني طبي خدماتو مرکز اعلان کړی چې په پیښه کې د ټپیانو شمیر اووه دی.