امنیت او حوادثخبرنړۍ
عراق د داعش سره د یوځای کیدو په تور ۸ فرانسوي اتباع په عمري بند محکوم کړل
د دید خبري اژانس: په عراق کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اته فرانسوي اتباع د داعش سره تړلی په تور په عمري بند او دوه نور یې په ۱۵ کاله بند محکوم کړل.

دا کسان د هغو ۴۷ فرانسوي اتباعو په ډله کې دي چې له سوریې څخه عراق ته لیږدول شوي وو او له سپتمبر راهیسې په محاکمه کې دي.
د ۱۰ نورو تورنو کسانو په اړه پریکړه هم ځنډول شوې ده.
عراق د داعش د زرګونو مشکوکو غړو محاکمه ګړندۍ کړې ده، ځکه چې د دې ډلې زرګونه بندیان په دې وروستیو کې له سوریې څخه هیواد ته لیږدول شوي دي.
د فرانسې حکومت تر دې دمه د داعش د جنګیالیو د کورنۍ سلګونه غړي بیرته خپل هیواد ته راستانه کړي دي، خو د دې ډلې سره د همکارۍ په تور یې د ډیری کسانو بیرته ستنولو څخه ډډه کړې ده.