امنیت او حوادثخبرنړۍ

په کولمبیا کې د خلکو تښتونه؛ تر اوسه پورې ۱۰ یرغمل شوي کسان خوشې شوي

د دید خبري اژانس: د کولمبیا پولیسو اعلان وکړ چې د وسله والو او نقاب لرونکو کسانو یوې ډلې د کارټاهنا په ښار کې یو سوپر مارکیټ نیولی او شاوخوا ۳۰ کسان یې یرغمل کړي دي.

د کولمبیا د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې ۱۰ یرغمل شوي کسان، چې پنځه زړې میرمنې هم پکې شاملې دي، خوشې شوي دي؛ خو د نورو یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نشته.

د دې هیواد چارواکو وویل چې وسله والو کسانو د زغره وال موټر د لوټلو له ناکامۍ وروسته په سوپر مارکیټ کې پناه واخیسته.

د پیښې وروسته، پولیس ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي او خپاره شوي انځورونه په نږدې ودانیو کې د پولیسو شتون په ګوته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button