د دید خبري اژانس: سویس د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲۹.۶ میلیونه ډالر بشري مرستې ځانګړې کړي دي.

سویس د افغانانو لپاره ۲۹.۶ میلیونه ډالر بشري مرستې ځانګړې کړي دي؛ دا مرستې به د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او یو شمیر سیمه ییزو ادارو له لارې اړمنو ته ورسول شي.
په افغانستان کې د سویس د ماموریت مشر اریک مارکلي وویل چې په کابل کې د هیواد د بشري مرستو دفتر د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو، د اساسي خدماتو د وړاندې کولو او د عاید راوړونکو فرصتونو د رامنځته کولو په هدف پرانیستل شوی دی.
د سویس انفو په وینا، مارکلي او د هغه مرستیال ټینګار وکړ چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ماموریت اړیکې په عمده توګه د چاپیریال ساتنې، د راستنیدونکو لپاره د ملاتړ او د ماین پاکولو فعالیتونو په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي.