بشري حقونهخبرنړۍ

قطر: د اسراییلو دوامداره یرغل د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی

د دید خبري اژانس: د قطر حکومت، د اسراییلو د دوامداره یرغل د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، له نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو څخه یې وغوښتل چې د دې اقداماتو د مخنیوي لپاره سمدستي او پریکنده ګامونه پورته کړي.

دا دریځ په اتریش کې د قطر سفیر او په ملګرو ملتونو او په ویانا کې میشتو نړیوالو سازمانونو کې د هیواد دایمي استازي جاسم یعقوب الحمادي د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) د بورډ د مشرانو په غونډه کې څرګند کړ.

د اشغال شوي فلسطین وضعیت ته په اشارې سره، الحمادي د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د جرمونو، د میشت ځایونو د تاوتریخوالي او په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ځمکو د نیولو، او همدارنګه د سوریې او لبنان د ځینو برخو د دوامداره اشغال په وړاندې د نړیوالې ټولنې څخه د پریکنده ځواب غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې دې اقداماتو د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو منشور او د عدالت اصولو ته د هیوادونو ډله ایز ژمنتیا په جدي توګه ازمویلی ده. هغه د ۱۹۶۷ کال د جون د څلورمې نیټې د پولو دننه د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پر اړتیا، چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه وي، د دوو دولتونو د حل لارې او د ملګرو ملتونو د پریکړو پر بنسټ هم ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button