افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

پوتین او رحمان د خبرو اترو په میز کې؛ افغانستان د مسکو او دوشنبه د امنیتي مشورو مرکز

د دید خبري اژانس: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سیمه ییز وضعیت، په افغانستان کې پرمختګونو او د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړې.

د تاجکستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي خدماتو په وینا، دواړو خواوو په غونډه کې د ترهګرۍ، افراطیت، بنسټ پالنې، سایبري ګواښونو او د مخدره توکو قاچاق په څیر مسلو په اړه بحث وکړ.

د دواړو هیوادونو مشرانو د تاجکستان او روسیې د امنیتي، دفاعي او قانون پلي کونکو ادارو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ هم ټینګار وکړ.

له غونډې مخکې، پوتین ویلي وو چې هغه غواړي د افغانستان د وضعیت او په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د فعالیتونو په اړه له خپل تاجک سیال سره خبرې وکړي. هغه دا هم اعلان وکړ چې د روسیې د دفاع وزارت یو شمیر چارواکي به د پوځي همکارۍ د مسلو په اړه د بحث لپاره تاجکستان ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button