د دید خبري اژانس: د سکاټلنډ د کرکټ فدراسیون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اعتراض کې به د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) سیالیو څخه بهر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د دوه اړخیزو سیالیو ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

فدراسیون په دې وروستیو کې وویل چې دا پریکړه د سکاټلنډ د ژمنې پراساس چې په سپورت، تعلیم او کارموندنې کې د ښځو او نجونو ګډون پراخ کړي، او همدارنګه په افغانستان کې بشري وضعیت کې شوي.
د دې پریکړې سره، سکاټلنډ د اسټرالیا او انګلستان سره یوځای کیږي، چې مخکې یې له افغانستان سره دوه اړخیزه کرکټ اړیکې ځنډولې وې.
د سکاټلنډ د کرکټ فدراسیون دا هم اعلان وکړ چې دا پالیسي به هر کال یا د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د کومې مهمې پریکړې او په شرایطو کې د پام وړ بدلون وروسته بیاکتنه شي.