د دید خبري اژانس: د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د ترکیې د استانبول او مزارشریف ښار ترمنځ به مستقیمې الوتنې پیل کړي.

د آریانا-افغان هوايي شرکت د خبرپاڼې له مخې، پر دغې لارې به لومړۍ الوتنه سبا (پنجشنبه د عقرب ۲۱مه) ترسره شي او د یو طرفه ټکټ بیه ۴۸۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.
آریانا افغان زیاته کړې، چې د دې هوايي لارې په پرانیستلو سره به د مسافرو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ به سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.