د دید خبری اژانس: په کابل کې د ایران د سفارت مشر د تیلو او ګازو د اکتشاف او استخراج، د نفتو د تصفیې او د تیلو د صادراتو په برخو کې له افغانستان سره د ملګرتیا لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او د دواړو هیوادونو د موافقو په اجرا یې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایران د سفارت مشر علیرضا بیکدلي د افغانستان د دولتي شرکتونو له مشر احمدجان بلال سره په کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي او انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو ایران ته د افغانستان د دولتي شرکتونو د رئیس د وروستي سفر د پایلو د تعقیب او د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ د شویو موافقو د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
بیکدالي ایران ته د افغان پلاوي سفر مثبت و ارزاوه او ویې ویل، تهران له کابل سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج، د تصفیه خانو د جوړولو، د تیلو د صادراتو، کرنې، اوبو او بریښنا په برخو کې د همکاریو پراختیا ته لیواله دی.
په همدې حال کې احمدجان بلال هم له ایران سره د انرژۍ د منابعو، کرنې، صنعت پراختیا او نورو اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان کړ.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د دولتي شرکتونو رییس به له ایراني لوري سره په وروستي سفر کې راپورته شوې ستونزې تعقیب کړي او د هوکړه لیکونو د عملي کولو هڅه به وکړي.