د دید خبری اژانس: د ګډ امنیتی تړونونو د سازمان عمومی منشی د افغانستان د امنیت او د مرکزی آسیا د ثبات ترمنځ په ارتباط باندې په ټینګار سره وویل، په افغانستان کې د ثبات تامین د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په ګټه دی.

د ګډ امنیتي تړونونو د سازمان سرمنشي طلعت بیک مصدق اف اعلان وکړ چې د افغانستان ثبات د منځنۍ آسیا له امنیت او دوامدارې پراختیا سره مستقیم تړاو لري او د دې زمینې برابرول د ګاونډیو هیوادونو له ګټو سره سمون لري.
هغه د روسیې، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او بلاروس د بهرنیو چارو د وزیرانو په حضور کې په سیمه ییزه ناسته کې وویل چې له پولې له ګواښونو سره مبارزه او د افغانستان او تاجکستان د پولو د امنیت ټینګښت د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.
مصدق اف له افغان حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتوالي اعلان هم وکړ او ویې ویل چې د امنیتي تړون د سازمان یو شمیر غړي هیوادونه د افغانانو د ملاتړ لپاره کار کوي.