اسلایدشوافغانستانخبر

د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د سیلاب خبرداری؛ درانه بارانونه روان دي

د دید خبري اژانس: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د عقرب له ۱۹ څخه تر ۲۱ پورې د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې د درنو بارانونو او واورې د احتمال خبرداری ورکړی او د احتمالي سیلابونو او د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړېدو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د عقرب له ۱۹ څخه تر ۲۱ پورې به د هیواد په ډیرو برخو کې د درنو بارانونو او واورې ورېدو شاهد وي؛ داسې وضعیت چې کولی شي د سیلابونو او د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړېدو خطر زیات کړي.

د دې وړاندوینې له مخې، د هرات، غور، بادغیس، دایکندي، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بامیان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونه د دې طبیعي پیښې له امله زیانمنونکي سیمې دي.

سیمه ییزو چارواکو د زیان منونکو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي او په ځانګړي توګه ماشومان د سیندونو، ویالو او سیلاب ځپلو سیمو ته له نږدې کیدو څخه منع کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button