خبرنړۍ

ترکیه ۴۱ هیوادونو ته له زرو څخه ډیر ډرونونه صادروي

د دید خبري اژانس: د ترکیې د دفاعي صنعت شرکت بایکار اعلان وکړ چې تر دې دمه یې ۴۱ هیوادونو ته له زرو څخه ډیر ډرونونه رسولي دي، او د شرکت صادرات په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۲ ملیارد ډالرو ریکارډ ته رسیدلي دي.

د خپرو شویو احصایو له مخې، تیر کال د بایکار عاید شاوخوا ۲.۵ ملیارد ډالر و، او نږدې ۸۸ سلنه عاید یې د صادراتو له لارې چمتو شوی و.

د بایکار ډرونونه د اروپا، آسیا، افریقا او منځني ختیځ په بازارونو کې غوړېدلی شتون لري. پولنډ، رومانیا، اوکراین، اذربایجان، قطر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، پاکستان، بنګله دیش او مراکش د شرکت د پیرودونکو په ډله کې دي.

د بایکار د صادراتي محصولاتو په منځ کې، “بایراکتار TB2” ډرون ۳۶ هیوادونو ته صادر شوی او درانه، دوه ګونی انجن “اکینجي” ډرون ۱۶ هیوادونو ته صادر شوی دی. شرکت د اندونیزیا سره د “قزل الما” بې پیلوټه جنګي الوتکې د پلورلو لپاره هم تړون کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button