د دید خبري اژانس: په اندونیزیا کې میشت یو شمیر افغان کډوالو د خپل استوګنې د وضعیت د دوامداره ناڅرګندتیا په وړاندې لاریونونه کړي او د کډوالو منلو هیوادونو څخه یې د بیا میشتیدنې فرصتونو چمتو کولو غوښتنه کړې ده.

د دوی د کډوالۍ د قضیو د پروسس کولو اوږدې پروسې ته په اشارې سره، دا کډوال وايي چې دوی د خپل برخلیک ټاکلو او خوندي هیوادونو ته د لیږدولو لپاره کلونه انتظار باسي.
ځینې یې له یوې لسیزې څخه ډیر وخت راهیسې په اندونیزیا کې ژوند کوي او لاهم په نورو هیوادونو کې د بیا میشتیدنې فرصتونو ته انتظار باسي.
د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، اوس مهال په اندونیزیا کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ راجستر شوي کډوال شتون لري، چې لویه برخه یې افغان اتباع دي.
لاریون کوونکي د نړیوالو سازمانونو او د کډوالو منلو هیوادونو څخه د دوی وضعیت ته د ډیرې پاملرنې غوښتنه کوي، ټینګار کوي چې اوږدمهاله ناڅرګندتیا د دوی راتلونکی او ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.