د دید خبري اژانس: د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې په خپل وروستي اقدام کې یې د ډیلي-کابل په لاره کې د الوتنې د ټکټونو په بیه کې ۴۰ ډالره کم کړې ده.

د آریانا افغان هوايي شرکت د ډیلي-کابل په لاره کې د الوتنې د ټکټونو بیه له ۲۳۰ ډالرو څخه ۱۹۰ ډالرو ته راټیټه کړې ده.
د شرکت په وینا، مسافر اوس کولی شي په دې لاره کې د الوتنې ټکټونه د تیر نرخ په پرتله په ۴۰ ډالرو تخفیف واخلي.
آریانا افغان ویلي چې د دې پریکړې هدف د سفر لګښتونه کمول او د مسافرینو لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرول دي.
دا د نرخ کمښت په داسې وخت کې اعلان شوی چې د افغانستان او هند ترمنځ د مسافرینو لپاره د هوايي سفر لګښتونه یو له مهمو مسلو څخه ګڼل کیږي.