اسلایدشوافغانستانخبر

افغانستان د ۱۴۴۸ کال د ۳۰ زره حاجیانو لپاره د یوه سعودي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

د دید خبری اژانس: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایی چې افغان حاجیانو ته د ۱۴۴۸ هجری قمری کال د حج د مراسمو پر مهال د خدمتونو د وړاندې کولو تړون د سعودی عربستان په جده ښار کې لاسلیک شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۴۸ هجري کال د حج د مراسمو پر مهال یې د ۳۰ زره افغان حاجیانو د اړتیا وړ خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د سعودي عربستان له مناسک المشاعر خدماتي شرکت سره یو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه قرارداد د حج، عمرې او زیارت د عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د افغان پلاوي له خوا د “مناسک المشاعر” له خدماتي شرکت سره لاسلیک شو.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ياده شوې شرکت مکلفه ده، چې د مکې، مدينې او سپېڅليو زيارتونو په ښارونو کې د ٣٠ زرو افغان حاجيانو لپاره د استوګنې خدمتونه، خېمې، درې وخته خواړه، ترانسپورټ او نورې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې د دغه تړون د تطبیق او افغان حاجیانو ته د وړاندې شویو خدمتونو کیفیت به څاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button