د دید خبري اژانس: د ۲۰۲۶ د افغانستان د انرژۍ اونۍ په کابل کې د “د انرژۍ له خبرو اترو څخه عمل ته” په شعار سره پیل شوه.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په نوښت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (ACCI) له خوا جوړه شوې وه او د انرژۍ سکتور، خصوصي شرکتونو، پانګوالو، مالي بنسټونو، پراختیایي شریکانو او د ملګرو ملتونو د بنسټونو استازو پکې ګډون کړی و.
د دوه ورځو په ترڅ کې به د نوي کیدونکې انرژۍ، د تمویل او پانګونې فرصتونه، د خصوصي سکټور ګډون او دوامداره، ډاډمنې او ارزانه انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا په اړه د حل لارو په اړه بحث وشي.
همدارنګه د دې غونډې په څنډه کې د خصوصي سکټور او صنایعو لپاره یو ځانګړی نندارتون جوړ شوی چې ۱۳ شرکتونو په ګډون د ښځو له خوا د ملکیت او مدیریت شرکتونو، تازه ټیکنالوژي، نوښتي حلونه او په سیمه ییزه کچه تولید شوي محصولات نندارې ته ایښي دي.