امنیت او حوادثبشري حقونهخبرنړۍ
په یمن کې د سعودي عربستان د صهیونیسټي اقدام له امله ۷۲ تنه شهیدان او ټپیان شول
د دید خبري اژانس: د یمن د روغتیا وزارت ویاند د صنعا په څنډو کې د سعودي جنګي الوتکو د جنایتونو له امله د وروستیو تلفاتو شمېرې اعلان کړې.

د یمن د روغتیا وزارت ویاند انیس الاصبحي د صنعا په څنډو کې د سعودي عربستان د وحشیانه برید د قربانیانو وروستۍ شمېرې اعلان کړې.
د سعودي جنګي الوتکو لخوا د صنعا په ختیځ کې د “بنی حشیش” ولسوالۍ په “الشریه” کلي خونړۍ بمبارۍ یو بشري ناورین رامینځته کړ او د دې جنایت د شهیدانو شمیر یې ۳۳ ته ورساوه.
د یمن د روغتیا وزارت د ویاند په وینا، دې ظالمانه برید د ۳۹ ټپیانو سربیره چې تر درملنې لاندې دي، د ۸ ښځو، ۱۳ ماشومانو او ۱۲ نارینه وو په ګډون د بې ګناه قربانیانو ژوند هم اخیستی دی.