د دید خبري اژانس: د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د نسبتا درنو بارانونو او قوي بادونو احتمال اعلان کړی او د سیلابونو، ښویېدو سړکونو او په غرنیو لارو کې د ترافیکو د ګډوډۍ خبرداری یې ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر مرکزي ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو پورې د باران وړاندوینه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.
د دې وړاندوینې له مخې، باران او قوي بادونه کولی شي د سیلابونو، ښویېدو سړکونو او په غرنیو لارو کې د ترافیکو د ستونزو خطر زیات کړي.
د هوا پېژندنې ادارې د زیان منونکو سیمو له اوسیدونکو او په غرنیو لارو کې له مسافرینو څخه غوښتي دي چې د باران پرمهال د سیلاب ځپلو سیمو کې له سفر کولو ډډه وکړي او د خوندیتوب سپارښتنې په جدي توګه واخلي.