د دید خبري اژانس: د هرات سیمه ییزو چارواکو د ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د مختلفو برخو د بیارغونې د دوام اعلان وکړ.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د بیارغونې کار د ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت دوام لري، او د دې پروژې مختلفو برخو تر اوسه پورې مختلف پرمختګونه کړي دي.
د چارواکو په وینا، د هوايي ډګر د الوتنې د کرښې بیارغونه تر اوسه پورې ۳۵ سلنه پرمختګ کړی، د VIP پارکینګ بیارغونه ۶۰ سلنه پرمختګ کړی، او د هوايي ډګر د مختلفو برخو ترمیم ۱۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
دا پروژې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د مختلفو برخو د بیارغونې، زیربناوو ښه کولو او د وضعیت لوړولو په هدف پلي کیږي.