د دید خبري اژانس: نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په پاکستان کې د بې وزلۍ کچه تر ۲۰۲۵ پورې ۲۹ سلنې ته رسیدلې ده.

نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په پاکستان کې د بې وزلۍ کچه تر ۲۰۲۵ پورې ۲۹ سلنې ته رسیدلې ده؛ داسې وضعیت چې پکې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، انفلاسیون او د کورنۍ د عاید کموالی اصلي عوامل دي.
د دې راپور پر بنسټ، د انفلاسیون زیاتوالی، د اساسي توکو د بیو لوړوالی، د کورنۍ د عاید کموالی او د اقتصادي نابرابرۍ پراخوالی په پاکستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي اصلي عوامل دي.