امنیت او حوادثخبرنړۍ

جنوبي لبنان یو ځل بیا د اسراییلو د هوايي بریدونو هدف وګرځید

د دید خبری اژانس: د لبنان دولتی رسنیو د دغه هیواد په جنوب کې د اسرائیل د هوایی او پوځی حملو د دوام خبر ورکړی دی.

د لبنان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د اسرائیلو جنګیالیو او پوځي ځواکونو په خپلو تازه بریدونو کې د دغه هېواد د جنوب ځینې برخې په هوايي بریدونو، چاودنو او ډزو سره په نښه کړي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د کفر تبنیت شاوخوا سیمې، برعشیت او طلوسه د نبطیه، بنت جبیل او مرجعیون ولایتونو شاوخوا سیمې د دغو بریدونو له هدفونو څخه دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د لبنان حکومت د کرکیچ د کمولو او له اسرائیلو سره د شخړو د پراخیدو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button