د دید خبري اژانس: د پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ اعلان وکړ چې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین نوی پړاو به د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۱مه نیټه په ټول افغانستان کې پیل شي.

بنسټ له کورنیو څخه وغوښتل چې د پنځو کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د واکسین ورکولو سره د پولیو د خپریدو مخنیوي او په هیواد کې د دې ناروغۍ له منځه وړلو کې خپله ونډه واخلي.
دا پړاو به په داسې وخت کې پیل شي چې راپورونه ښیې چې په هیواد کې د پولیو مثبتې پیښې زیاتې شوي دي.