د دید خبري اژانس: د پاکستان حکومت به د یکشنبې په ورځ، د عقرب له ۱۰مې نیټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت په ۳۴ ولسوالیو کې د افغان کډوالو د پیژندلو، توقیفولو او شړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې عملیاتو د ترسره کولو لپاره ۱۲۰ ځانګړي ډلې جوړې شوې دي، چې ۵۰ به یې په بازارونو او سوداګریزو مرکزونو کې او ۷۰ به یې په استوګنیزو سیمو کې فعالیت وکړي.
د دې راپور له مخې، پولیس، د فدرالي تحقیقاتو اداره او نورې پاکستاني امنیتي ادارې په دې ډلو کې شتون لري.
د یادونې وړ ده چې په پیښور کې یو ځانګړی مرکز جوړ شوی ترڅو عملیات همغږي او نظارت کړي.