د دید خبري اژانس: د اسپانیا په مرکزي ولایت تولډو کې د دوو تیز رفتار مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او تر ۱۸۰ پورې ټپیان شوي دي. دا پیښه د اوردا ښار ته نږدې په سیمه ایز وخت شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوه.

د ۱۵ نورو حالت نازک ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې، په دوو اورګاډو کې ټولټال ۵۴۴ مسافر سپاره وو او د یو اورګاډي دوه ګاډي له پټلۍ څخه ووتل. طبي او د ژغورنې ټیمونه د ټپیانو سره د مرستې لپاره د پیښې ځای ته دي.
د پیښې وروسته، د اسپانیا فوټبال فدراسیون د کوپا ډیل ری ټولې ۲۴ لوبې هم وځنډولې، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
د اسپانیا لومړي وزیر پډرو سانچز وویل چې د ژغورنې ځواکونه د اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د قربانیانو سره د چلند او د هغوی د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې دي.