افغانستانخبر

د کندهار د شوراندام سمنټو فابریکه د فعالیت لپاره چمتو ده

د دید خبري اژانس: د طالبانو د مرستیال لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې د کندهار ولایت د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو به په نږدې راتلونکي کې د شاوخوا ۱۵۰ ملیون ډالرو پانګونې سره په فعالیت پیل وکړي. دا پړاو د ورځني تولید ظرفیت ۱۵۰۰ میټریک ټنه سمنټو لري او زرګونو خلکو ته به مستقیم او غیر مستقیم کار زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو مرستیال دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دې فابریکې ټول تولید ظرفیت به د دریو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په ورځ کې ۵۰۰۰ میټریک ټنو ته ورسیږي.

د دې فابریکې فعالیت کولی شي د کورني سمنټو تولید ظرفیت لوړ کړي او د دې محصول لپاره د افغانستان د بازار اړتیا پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button