خبرنړۍ

بلومبرګ: امریکا به افغان بندیان پاکستان ته واستوي

د دید خبري اژانس: متحده ایالات پلان لري چې په راتلونکو اونیو کې یو شمیر افغان اتباع چې د کډوالۍ په توقیف ځایونو کې بندیان دي پاکستان ته واستوي.

بلومبرګ نیوز د یو امریکایی چارواکي، وکیلانو او د کډوالو ملاتړ کونکو سازمانونو په حواله راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو حکومت پلان لري چې د کډوالۍ په مرکزونو کې بندیان شوي یو شمیر افغانان پاکستان ته واستوي.

د دې رسنۍ په وینا، د «افغان‌ایوک» سازمان اعلان کړی چې احتمال لري د نومبر په لومړۍ اونۍ کې د متحده ایالاتو له لویزیانا ایالت څخه یوه چارټر الوتنه وشي؛ په هرصورت، د دې الوتنې وروستی منزل لا تر اوسه نه دی معلوم.

د دې راپور پر بنسټ، ځینې بندیانو ته ویل شوي چې ممکن دوی افغانستان ته ولیږدول شي.

د هغو کسانو په منځ کې چې د دوی د احتمالي اخراج په اړه خبر شوي دي د یو شمیر هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې د پخواني افغان حکومت له سقوط دمخه یې د متحده ایالاتو له اردو سره همکاري کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button