ملګري ملتونه: اسراییل په غزه کې جنګي جرمونه او نسل وژنه کړې ده
د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې اسراییل په نیول شویو فلسطیني سیمو کې جنګي جرمونه او د انسانیت پر ضد جرمونه کړي دي او د اوربند له موافقې وروسته هم په غزه کې د نسل وژنې اعمالو ته دوام ورکړی دی.

راپور کې ویل شوي چې اسراییلي ځواکونو د وژنې، شکنجه کولو، ځورونې، جنسي تیري او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه ترسره کړي دي او په قصدي ډول یې فلسطینیان په نښه کړي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ راهیسې په لویدیځه غاړه کې وضعیت د پام وړ خراب شوی دی او فلسطینیان د قومیت، نژاد، توکم، جنس او عمر له امله په نښه شوي دي.
د تحقیقاتو کمیسیون دا هم ویلي چې د ۱۹۴۷-۱۹۴۸جګړې راهیسې، اسراییل هڅه کړې چې خپله خاوره پراخه کړي او د تاوتریخوالي له لارې فلسطینیان بې ځایه کړي.
کمیسیون له اسراییلو وغوښتل چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د نړیوالې عدالت محکمې د مشورتي نظر سره سم عمل وکړي، د فلسطیني ځمکو غیرقانوني اشغال پای ته ورسوي، میشت ځایونه ړنګ کړي او ضبط شوې ځمکې فلسطینیانو ته بیرته ورکړي.