د دید خبري اژانس: اسلام آباد د افغانستان سره د پولې له تړلو وروسته د منځنۍ آسیا بازارونو ته د صادراتو توکو د لیږدولو لپاره، په ځانګړې توګه د ایران د ځمکې له لارې ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان “نیشن” ورځپاڼې راپور ورکړی چې د رسمي اسنادو له مخې، پاکستان په روان فصل کې د ایران له لارې د کینو او کچالو د صادراتو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.
د دې راپور پر بنسټ، ازبکستان هم له پاکستان څخه د ۳۰۰ زره ټنه تازه کچالو، ۲۰ زره ټنه تخم کچالو او ۳۸ زره ټنه غوښې د واردولو غوښتنه کړې ده.
ویل کیږي چې اسلام آباد هڅه کوي چې په آسیا، اروپا، افریقا او امریکا کې د خپلو میوو او سبزیجاتو صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.