د دید خبری اژانس: طالبانو ته د نږدې رسنیو د راپور له مخې، د دې ډلې د تدارکاتو کمیسیون د لومړی وزیر د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د څه باندې پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې او پنځه نورې پروژې یې تعدیل کړې دی.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال د اعلان له مخې، په دغو پروژو کې د هېواد د ګمرکونو د بنسټونو جوړول، د سړکونو جوړول او د برېښنا د شبکې برخې شاملې دي.
د اقينې ګمرک د برخو رغول، د هلمند- هرات د لويې لارې د لومړۍ برخې بيارغونه، د ننګرهار د حصار شاهي د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا د لېږد مزي غځول او په جوزجان کې د يتيم تاق ګمرک د انرژۍ د لېږد د ۴۰ مېګاواټه سب سټېشن جوړول د منظور شوو پروژو له ډلې څخه دي.
په دغو پروژو کې د کابل ښار د ځينو سړکونو جوړول او په بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا د لېږد او وېش د پروژو پلي کول هم شامل دي.
ويل کيږي چې ددغو پروژو لګښت دطالبانو دحکومت له خوا ورکول کيږي.