د دید خبري اژانس: د برازیل اوسنی ولسمشر لویز ایناسیو لولا داسیلوا، د هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو وګاټه او د څلورم ځل لپاره دې مقام ته وټاکل شو.

د برازیل د سترې ټاکنیزې محکمې د اعلان له مخې، په دوهم پړاو کې د ۹۷.۶۹٪ رایو له شمېرلو وروسته، لولا داسیلوا د اپوزیسیون نوماند او ښي اړخي سناتور فلاویو بولسونارو په وړاندې د ۵۱.۷۴٪ رایو سره بریالی شو، چې فلاویو ۴۸.۲۶٪ رایې یې وګټلې.
د راپور له مخې، لولا داسیلوا د برازیل په عصري تاریخ کې لومړنی سیاستوال دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو یې وګاټه سره له دې چې په لومړي پړاو کې شاته پاتې شو.
ټاکل شوې ده چې هغه به د ۲۰۲۷ کال د جنوري په لومړۍ نیټه په دې مقام کې په رسمي ډول خپل کار پیل کړي.
د ټاکنو په دوهم پړاو کې د رای ورکوونکو د ګډون کچه ۸۰.۷۹٪ اعلان شوه. د خپرو شویو احصایو له مخې، له ۱۲۷ ملیون څخه زیاتو اتباعو په دې ټاکنو کې برخه اخیستې وه.