خبرسیمه

څلورو اسلامي هېوادونو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

د دید خبري اژانس: د مصر، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د سمدستي او بشپړ بیا پیل غوښتنه وکړه.

دا اعلامیه په استانبول کې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې وروسته خپره شوه. دوی د ملکي بار وړلو په اړه د هر ډول محدودیتونو مخالفت وکړ او د کښتیو د خوندي او بې خنډه تګ راتګ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلام آباد د تفاهم یادداشت پر بنسټ د ایران، اسراییل او متحده ایالاتو ترمنځ د جګړې د ډیپلوماتیک حل غوښتنه هم وکړه. دوی د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو، په شمول د کښتیو د ساتنې او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخنیوي باندې ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button