د دید خبري اژانس: پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې د وسلو او مهماتو زیرمو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دا یې د سیمې د هیوادونو امنیت لپاره ګواښ بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د وسلو او مهماتو زیرمو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د وسله والو ډلو د دې وسلو ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره یې د نړیوالو هڅو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي ماموریت لیکلي چې د هیواد استازي سید عاطف رضا د سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې په افغانستان کې د وسلو او مهماتو زیرمو په اړه د اسلام آباد اندیښنې راپورته کړې.
د ماموریت لخوا د خپرو شویو معلوماتو پراساس، عاطف رضا وویل چې په افغانستان کې د دې وسلو شتون د سیمې هیوادونو لپاره پشمول د پاکستان، مستقیم ګواښ دی.
هغه د نړیوالو همکاریو او د هغو اشخاصو د لاسرسي د مخنیوي لپاره د هڅو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه چې د هغه په وینا، “په افغانستان کې وسله وال ترهګر او منع شوي ډلې” پکې شاملې دي.