د دید خبري اژانس: د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي اعلان کړی، چې خصوصي روغتونونه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې په دریو برخو وېشل شوي دي.

حنفي د خصوصي روغتونونو د اعتبار او درجې د پروسې د پایلو د اعلان په مراسمو کې وویل چې دغه روغتونونه به د دوی د کټګورۍ له مخې د بیې لیست ترلاسه کړي.
د هغه په وينا، دغه اقدام يې په خصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو د لوړ قیمت او ټيټ کيفيت په اړه د خلکو له شکايتونو وروسته کړى دى.
د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال زیاته کړه چې د روغتونونو د رتبې درجه بندي د عامې روغتیا وزارت د یوه جامع ټیم له خوا شوې او دغه مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو په ښه کولو سره لومړۍ درجې ته لوړ شي.