افغانستانخبردرملروغتیا

د هیواد خصوصي روغتونونه درجه بندي شوي

د دید خبري اژانس: د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي اعلان کړی، چې خصوصي روغتونونه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې په دریو برخو وېشل شوي دي.

حنفي د خصوصي روغتونونو د اعتبار او درجې د پروسې د پایلو د اعلان په مراسمو کې وویل چې دغه روغتونونه به د دوی د کټګورۍ له مخې د بیې لیست ترلاسه کړي.

د هغه په ​​وينا، دغه اقدام يې په خصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو د لوړ قیمت او ټيټ کيفيت په اړه د خلکو له شکايتونو وروسته کړى دى.

د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال زیاته کړه چې د روغتونونو د رتبې درجه بندي د عامې روغتیا وزارت د یوه جامع ټیم له خوا شوې او دغه مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو په ښه کولو سره لومړۍ درجې ته لوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button