اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه
اوچا: د ښځو پر وړاندې محدودیتونه به د افغانستان پرمختګ ورو کړي
ډيډ خبري اژانس: اوچا يا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، پر ښځو محدوديتونه د افغانستان د پرمختګ بهير ورو کوي.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه دفتر (OCHA) د دوشنبې په ورځ (حوت ۱۵) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کار محدودیتونه بشري مرستو ته د افغانستان د ۵۰ سلنه وګړو لاسرسی محدودوي.
د دې دفتر د معلوماتو له مخې، د ښځو په مشرۍ کورنۍ د نارینه وو په پرتله د اقتصادي ټکانونو او د عوایدو ټیټه کچه تجربه کوي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د دې لامل شوي چې دولتي کارکوونکي، بهرنۍ موسسې او ښځینه زده کوونکي په کورونو کې پاتې شي.