خبرنړۍ

د سعودي د کشفي چورلکې سقوط وکړ؛ د عملې دوه غړي ووژل شول

د دید خبري اژانس: د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړ چې د ایتلاف یوه کشفي چورلکه د سعودي عربستان په جنوب لویدیځ کې د نجران په سیمه کې نسکوره شوه او د هغې دوه عمله غړي یې ووژل شول.

د راپورونو له مخې، د AH-6 کشفي چورلکه د تخنیکي خرابۍ له امله وغورځېده.

د سعودي ایتلاف په خپله اعلامیه کې اعلان وکړ چې د چورلکې د عملې دواړه غړي په پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پیښې د دقیق وخت او طریقې په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button