اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثسیاسي

طالبانو په سوریه او ترکیه کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سوریې او ترکیې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د دلو ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بشري خواخوږۍ او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ له ترکیې سره د ۱۰ میلیونه افغانیو او له سوریې سره د ۵ میلیونو افغانیو د مرستې اعلان وکړ.

وزارت زیاته کړه چې د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي ترڅو د اړتیا په صورت کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته ویلي چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې دې د خپل توان په حدودو کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره ترکيه او سوريه د بېلابېلو شدتونو د درېيو زورورو زلزلو شاهده وه.

د دغو زلزلو په پایله کې په ترکیه او سوریه کې لږ تر لږه پنځه زره کسان وژل شوي دي.

Back to top button