د دید خبري اژانس: د کندهار ولایت یو شمېر صنعتکارانو د برېښنا د دوامداره کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا ستونزه حل نه شي، نو خپلې فابریکې به نورو ولایتونو ته ولېږدوي.

د کندهار ولایت یو شمېر صنعتکارانو د برېښنا د دوامداره کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا ستونزه حل نه شي، نو دوی به اړ شي چې خپلې فابریکې نورو ولایتونو ته ولېږدوي.
د دغو صنعتکارانو په وینا، د برېښنا کمښت د فابریکو فعالیتونه ستونزمن کړي او د تولید لګښتونه یې لوړ کړي دي.
دوی باور لري چې د دې وضعیت دوام کولی شي د صنعتي واحدونو په فعالیتونو ډیر فشار راوړي.
د کندهار صنعتکارانو د برېښنا رسولو ستونزې ته د رسیدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د انرژۍ وضعیت ښه کول د فابریکو د عملیاتو د دوام او د ولایت د تولیدي ظرفیت ساتلو لپاره بنسټیز اهمیت لري.