افغانستانخبرټولنه

یوناما: په افغانستان کې د ښوونکو رول تر بل هر وخت ډیر ارزښتناک دی

د دید خبري اژانس: د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغان ښوونکو څخه مننه څرګنده کړه، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د سختو شرایطو او محدودو اسانتیاوو سره سره په لرې پرتو سیمو کې تدریس ته دوام ورکوي.

په یوه پیغام کې، یوناما وویل چې ښوونکي د خلکو ژوند د زده کړې، الهام او لارښوونې له لارې بدلوي او د سوله ایزو او سوکاله ټولنو د بنسټونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.

د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او په نړۍ کې د غلط معلوماتو خپریدو زیاتیدونکي اغیزې ته په اشارې سره، سازمان ټینګار وکړ چې د ښوونکو رول “له بل هر وخت څخه ډیر مهم شوی دی.”

یوناما د هغو ښوونکو څخه هم مننه څرګنده کړه چې د موجوده ننګونو او محدودیتونو سره سره، راتلونکي نسلونو ته د ژمنتیا او وقف سره تعلیم ورکوي، او ویې ویل چې دوی د خپلې زده کړې او لارښوونې له لارې نسلونو ته امید او هڅونه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button