خبرنړۍ

اردوغان د ترکیې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوي

د دید خبري اژانس: اردوغان د ترکیې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوي. د دې خبر د اعلانولو پر مهال د ترکیې د ولسمشر سلاکار محمد اوچوم وویل، باور لري چې انتخابات به د ۲۰۲۸ کال د اپریل په ۲۸ مه د ټولپوښتنې د کلیزې په مناسبت ترسره شي چې د ترکیې نظام له پارلماني څخه ولسمشرۍ ته بدل شو.

رجب طیب اردوغان له شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې د ترکیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۴ کال د اګست په ۲۸مه د ولسمشر په توګه وټاکل شو او تر دې مهاله په دې دنده پاتې دی.

اردوغان مخکې له دې چې ولسمشر شي، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۴ پورې (۱۱ کاله) د ترکیې لومړی وزیر و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button