افغانستانخبر

د طالبانو مرکزي بانک د ۶۶۰ ملیون څخه زیاتو زړو بانک نوټونو د له منځه وړلو اعلان وکړ

د ید خبري اژانس: د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د ۶۶۰ ملیون څخه زیاتو زړو بانک نوټونو له شمېرلو او ارزونې وروسته یې لرې او سوځولي دي.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د ۶۶۰ ملیون او ۲۰۰ زره افغانیو زړو بانک نوټونو له شمېرلو، ارزونې او اړینو چکونو ترسره کولو وروسته له منځه وړل شوي دي.

د بانک په وینا، زړو بانک نوټونو د هیواد له مرکزي، ختیځ او سویل ختیځ زونونو څخه راټول شوي وو.

د طالبانو مرکزي بانک ویلي چې د دې اقدام هدف د پیسو سیسټم اداره کول او د راکړې ورکړې په پروسه کې د لا زیاتې اسانتیا برابرول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button