خبرسیمه

په پاکستان کې د تیلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

د دید خبري اژانس: د پاکستان حکومت د پرله پسې دویمې ورځې لپاره د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې دي.

د پاکستان حکومت د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره د تیلو بیې لوړې کړې دي. د دغه خبرتیا له مخې د هر لیتر پټرول بیه ۵.۵۸ روپۍ لوړه شوې او ۳۶۴.۳۵ روپۍ ته رسېدلې چې د ۱.۳۱ ډالرو معادل ده.

همدارنګه د هر لیتر ډیزل بیه ۴.۱۸ روپۍ څخه ۳۸۵.۹۵ روپۍ ته لوړه شوې چې د ۱.۳۹ ډالرو معادل ده.

دغه نوې بیې به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۹مې د یوې ورځې لپاره پلي کېږي.د پاکستان حکومت پرون هم د تیلو بیې لوړې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button