د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې پر هزاره ګانو سیستماتیک بریدونه د بشریت ضد جنایت بللی دی
دید خبری آژانس: د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کښې د محرم په میاشت کښې پر شیعه ګانو د وروستیو خونړیو ترهګرو حملو وروسته، دغه حملې د بشریت ضد جنایت بللی دی.
د جمعې او شنبې د تروریستي حملو مسوولیت د داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۷) په یوه راپور کې د کابل په لویدیځ کې د وروستیو بریدونو غندنه وکړه او له طا-لبانو یې وغوښتل چې د افغانستان د شیعه ګانو د ساتنې لپاره لا زیات کار وکړي.
د جنوبي اسیا په چارو کې د بخښنې نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني وايي، طا-لبان د افغانستان د اوسني واکمن په توګه باید له نړیوالو معیارونو سره سم د دغو بریدونو په تړاو بېړنۍ، بې پرې او بشپړې څېړنې وکړي او عاملین یې د عدالت منګولو ته وسپاري.
د بخښنې نړیوال سازمان دمخه په ۲۰۲۱ کې د افغانستان د طا-لبانو له نیولو وروسته د شیعه ګانو / هزاره ګانو هدفي وژنې مستند کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د کابل په لویدیځ کې د شیعه ګانو په وروستیو بریدونو کې ۱۲۰ کسان وژل شوی او ټپیان شوی دی.