امنیت او حوادثخبرنړۍچاودنه
د بولیویا په پوځي مرکز کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول
د دید خبري اژانس: د بولیویا په ویچا ښار کې په یوه پوځي مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چې چاودنه په یوه پوځي مرکز کې شوې او د پېښې ځای ته د ژغورنې ځواکونه استول شوي، تر څو ټپيان انتقال کړي او د پېښې د لامل په اړه پلټنې وکړي.
تر اوسه د چاودنې د علت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.