افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرنړۍ

د افغانستان او داغستان ترمنځ سوداګري د څلورو تړونونو په لاسلیک سره پراخه شوه

د دید خبري اژانس: د افغانستان او د روسیې د داغستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګرۍ شبکې غونډه په کابل کې د ۴۵ افغان شرکتونو او ۱۵ داغستاني شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شوه، او په پای کې، د ۱۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت څلور سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

په دې غونډه کې، د دواړو خواوو استازو د سوداګرۍ او پانګونې پراخولو، د لوژستیک او ټرانسپورټي همکاریو ښه کولو او د ګډو اقتصادي پروژو پلي کولو په اړه بحث وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د موجوده ظرفیتونو په اړه ټینګار وکړ. د داغستان د سوداګرۍ خونې هم د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د لوژستیک او ټرانسپورټي زیربناوو او تاسیساتو ښه کول مهم عوامل ګڼلي دي.

غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د دواړو خواوو خصوصي سکتورونو د سوداګریزو تعاملاتو د زیاتوالي او د پانګونې د نوي فرصتونو د رامینځته کولو لپاره د موجوده ظرفیتونو په کارولو ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button