افغانستانخبرنړۍ

د افغان پوسټ پلاوی د آسیایي پوستي کانګرس کې د ګډون لپاره تایلنډ ته روان شو

د دید خبري اژانس: د افغان پوسټ درې کسیز پلاوی د شرکت د اجرایوي رییس مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ د آسیایي پوستي اتحادیې (APPU) د ۱۴مې پوستې کانګرس او د اجرایوي رییسانو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د تایلنډ پلازمینې بنکوک ته سفر کړی دی.

دا غونډه به د اګست له ۳۱مې څخه تر سپتمبر ۴مې پورې ترسره شي، او د آسیا د پوستي اتحادیې د ۳۲ غړو هیوادونو د پوستي ادارو استازي، د یو شمیر نړیوالو سازمانونو په ګډون چې د نړیوالې پوستې اتحادیې، د ګمرکونو نړیوال سازمان، او د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان پکې ګډون کوي.

د غونډې اصلي موضوعات د پوستي خدماتو پراختیا او معیاري کول، د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا، د ځانګړو تجربو تبادله، او د پوستي او ګمرکي چارو کې همغږي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button