د دید خبري اژانس: د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر به نن (د سنبلې ۵مه) تهران ته سفر وکړي ترڅو د تاوتریخوالي کمولو او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د لارې هوارولو په اړه بحث وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري اعلان وکړ چې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني به په تهران کې له یو شمیر ایراني چارواکو سره وګوري او د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو لپاره د مناسبو شرایطو د رامینځته کولو په لارو چارو به بحث وکړي.
ایران هم د قطر د لومړي وزیر سفر تایید کړ او ویې ویل چې د قطر د منځګړیتوب هڅو او نوښتونو دوام، او همدارنګه سیمه ایز پرمختګونه به د غونډې له اصلي موضوعاتو څخه وي.
قطر ټینګار کوي چې ډیپلوماټیکه لاره د شخړو د حل او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره غوره لاره ده.